په سوات کې د ځایي خلکو له خوا د وژل د شوي پنجابي سېلاني د وژلو په تور ۲۳ کسان نیول شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین سیمه کې د ځایي خلکو له خوا د وژل شوي پنجابي سېلاني د وژلو په تور ۲۳ کسان نیول شوي دي. یاد شمېر کسان تر نیولو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ دغه کسان د یاد پنجابي سېلاني د وژلو او د پولیسو پر پوستې د برید په تور نیول شوي دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په تړاو د نورو مجرمینو د نیولو عملیات هم روان دي.
د راپورونو له مخې؛ پولیسو قرانکریم ته د سپکاوي په تړاو د تورن کس د اوسېدو ځای هم پلټلی دی او تر څېړنو وروسته یې قرانکریم ته د سپکاوي تورونه رد کړي دي.
یاد شمېر کسان ترهغه وروسته ونیول شول، چې پاکستاني رسنیو درې ورځې وړاندې راپور ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین سیمه کې یو پنجابی سیلاني د ځايي خلکو له خوا قران کریم ته د سپکاوي په تور د پولیسو په پوسته کې وژل شوی او بیا یې سوځولی دی.
د سیمې اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې د یاد شخص د وژلو او سوځولو لنډې ویډیوګانې هم خپرې کړې او ویلي یې دي، چې یاد شخص له سیالکوټ څخه دغې سمې ته تللی و، چې لومړی یې د مشتعل په بازار کې قران کریم ته سپکاوی کړی او د پولیسو له خوا نیول شوی و.