ایرانی چارواکی: په سوېلي خراسان کې د کار له اجازه لیک پرته د افغانانو کار کول بند دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳

د سوېلي خراسان د کار او ټولنیزو چارو لوی مدیر غلام رضا اشرفي ویلي؛ چې په دغه ولایت کې له کاري اجازه لیک پرته افغانانو ته کار ورکول بند دي او هغه کسان به جریمه کړي چې بهرنیو وګړو ته له جواز پرته کار ورکوي.

د مشهد صنفونو ادارې په دې وروستیو کې ویلي چې افغانان د امام رضا د زیارت په درې کیلومترۍ کې له کار کولو بند دي.

په ورته وخت کې غلام رضا اشرفي ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې د بهرنیو وګړو د لټون ۲۶۰ ګډې ګزمې په سوېلي خراسان کې د اړوندو اجرایوي ارګانونو په همکارۍ ترسره شوې دي.

د ایران د بازار خبري اژانس د راپور له مخې، د سوېلي خراسان د کار او ټولنیزو چارو لوی مدیر ویلي؛ چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانانو د ناقانونه کار د هرې ورځې جریمې اندازه شاوخوا ۲۰۰ ډالره ده.

د ایران په نورو ولایتونو کې هم د افغانانو پر کار د ایران له لوري د بندیزونو لګول دوام لري.

ایرنا خبري اژانس د شنبې په ورځ د (چنګاښ دویمه) راپور ورکړی چې د ایران په مشهد ښار کې د صنفونو د څارنې مدیر محسن صیادي ویلي، چې د (امام رضا) د زیارت په درې کیلومترۍ کې د افغانانو کار کول بند دي.

محسن صیادي ویلی دي؛ چې په مشهد ښار کې د ۳۱ هغو سوداګریزو اتحادیو په اړه د سرغړونې قضیې ثبتې شوې چې افغانانو ته یې کار ورکړی وو.

د خراسان رضوي ولایت د وګړو د ثبت ادارې د شمېرو له مخې، له تهران وروسته چې د بهرنیو کډوالو تر ټولو زیات شمېر لري، په مشهد کې همڅه د پاسه ۴۰۰ زره بهرني وګړي چې قانوني اسناد لري او کابو ۳۰۰ زره هغه بهرني وګړي اوسیږي چې هیڅ قانوني اسناد نه لري.

خو دغه شمېرې تر اوسه پورې د کوم سازمان له لورې نه دي تایید شوې.

تردې وړاندې د کرمانشاه ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو لوی ریاست د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ، اوسېدو او کار کولو بندیز لګولی و.

ختیځ اذربایجان، لوېدیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحل او بختیاري، کوهګیلویه، بویر احمد، ګیلان، مازندران، سیستان، بلوچستان، هرمزګان او همدان هغه ولایتونه دي چې د افغانانو اوسېدل او کار کول په کې بند دي.

نور خبرونه

رادیو