ټيټيپي: په ډېره غازي خان کې یوه بله وسلهواله ډله له موږ سره تر بیعت وروسته یو ځای شوه
د پاکستان د طالبانو تحریک وايي، دغه ډله د مفتي ابو لیث په مشرۍ په دې وروستیو کې د دوی له مشر مفتي ابو منصور سره بیعت کړی او اوس له دغې ډلې سره یو ځای شوې ده.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ویلي، چې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان وروسته د پنجاب او سند خلک او په تېره بیا هلته د پاکستان د پوځ مخالفې وسلهوالې ډلې پر دې پوهې شوې، چې د ظلم او ستم څخه د خلاصون یواځینۍ لاره د تحریک پاکستان له ډلې سره یو ځای کېدل او له دغې ډلې سره په ګډه مبارزه ده.
په خبر پاڼه کې د ټولو وسلهوالو ډلو او ولسي خلکو ِغوښتل شوي، چې د خپلو حقه حقونو د تر لاسه کولو لپاره دې د دوی له لیکو سره یو ځای شي او خپلې سیمې دې د پوځیانو له راج چلولو وژغوري.
تر دې وړاندې هم دغې ډلې په بلوچستان او سند صوبو کې د ځینو وسلهوالو ډلو د بیعت او له دوی سره د یو ځای کېدلو خبره کړې وه؛ خو تر اوسه کومې خپلواکې سرچېنې د دغو ډلو د یو ځای کېدو پخلی نه دی کړی.