د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: پر پوله د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د دغه هېواد د پولو د امنیت او پر پولې د ناقانونه تګ راتګ او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره یې ټولې ممکنې هڅې کړې دي.

محسن نقوي دا هم ویلي، چې اسلام اباد کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د ډان پاکستان ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلي نقوي دغه څرګندونې په پاکستان کې د کاناډا له عالي کمېشنر لسلي سکانلون سره په خبرو کې وکړې.
کاناډا د افغان کډوالو له اصلي موخو څخه ده، او د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېری افغانانو دغه هېواد ته پناه وړې ده.

په همدې حال کې پاکستان ته د زیات شمېر افغانانو د ناقانونه کډوالۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ګډې پولې له لارې د طالب جنګیالیو تګ راتګ د پاکستان اندېښنې زیاتې کړي دي.
په تېر یو کال کې، پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو او د پولو د کنټرول لپاره پراخې هڅې کړې دي. خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې له ستونزمن حالت څخه د خلاصون لپاره اوس هم زیات شمېر افغانان پاکستان ته ورځي.