شاه محمود میاخیل: مونږ د ټولګډونه حکومت مخالف خو د ټولګډونه بهیر ملاتړ کوو

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د بنسټ ګرو د ډلې غړی او د سیاسي اړیکو مسوول وایي، د ټولګډونه حکومت مخالف دی خو د ټولګډونه بهیر ملاتړ کوي چې ټول افغانان د اساسي قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق ولري.

شاه محمود میاخیل په ویانا کې دوه جلا غونډو کې د ګډون په اړه په اېکس کې لیکلي: «د جمهوري غوښتونکو خوځښت او ورسره نورو همفکره سیاسي بهیرونو د ملګرو دریځ څرګند دی، چې مونږ د جګړې مخالف او د بین الافغاني ډیالوګ پلوي یوو.»

په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو ویانا غونډو کې د شاه محمود میاخیل په ګډون نیوکې کړې دي.

ښاغلی میاخیل زیاتوي: «کله چې وایو مونږ د جنګ مخالف، ډیالوګ او سولې ته لیواله یو، نو سوله او ډیالوګ څوک د همفکره کسانو سره نه کوي بلکې د مخالفو فکرونو، بهیرونو او ډلو سره ډیالوګ ترسره کیږي چې په یوې منځګړې لارې باندې د هیواد او د عامو خلکو د ګټو په نظر کې نیولو سره هوکړه وشي.دغو موخو ته د رسېدو لپاره د ټولو خواو سره خبرو ته تیار یو او خبرې ورسره کوو. په غونډو او کنفرانسونو کې برخه اخلو او د بېلابېلو خواو سره اړېکې نیسو.»

میاخیل وایي: «په حقوقي لحاظ، مونږ نه شو کولی چې د یوې دورې ټول کسان مجرم وګڼو بلکې جرم انفرادي مساله ده او که چا جرم کړې وي، د چا مال یې خوړلی وي او یا یې دولتي مال غصب کړې وي، او داسې نورو جرمي مسایلو ته د رسېدو لپاره، مونږ په افغانستان کې یو قانونمند او مشروع نظام ته اړتیا لرو چې قانون بې له توپیره، تعصبه، تبعیضه او په شفافه توګه په ټولو افغانانو باندې یو شانته د با اعتباره عدلي او قضایي ارګانونو له لارې پلی کړي.»

هغه وایي، که په تېرو غږیږو او درس ترې وانه خلو او د راتلونکې لپاره تګلاره جوړه نه کړو، داسې حرکتونه، حاکمیت، غونډې، سیمنارونه، د ایکس سپیسونه، د رسنیزو او د ټولنیزو شبکو بحثونه څه ګټه نه لري او لاسته راوړنه هم نه لري.

میاخیل زیاتوي، چې زاړه روایتونه، بحثونه او تګلارې چې د نظامونو د پرځېدو او د کورنیو جګړو، سیمه ییزو او نړېوالو د سیالیو او نیابتي جګړو لامل ګرځیدلي دي، ترې ډډه وشي او باید د راتلونکي لپاره په نويو روایتونو او تګلارو کار وکړو.

شاه محمود میاخیل طالبانو ته په اشارې وویل، چې طالبان او د دوی مخالفان باید له تاریخ څخه عبرت واخلي او د هېواد او خلکو د خیر ښېګڼې لپاره په خپلو کړنو کې مثبت بدلون راولي.