د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ؛ وېسټ انډیز په نهو وېکټو امریکا ته ماتې ورکړه
د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو پر دوام؛ نن وېسټ انډیز لوبډلې په نهو وېکټو امریکایي لوبډلې ته ماتې ورکړه. وېسټ انډیز په لسم اور کې وتوانېد، چې د امریکا له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.
امریکا د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره وېسټ انډیز ته د ۱۲۹ منډو هدف ورکړی و.
په وېسټ انډیز لوبډله کې هوپ ۸۲ تر ټولو ډېرې منډې کړې دي او په توپ اچونه کې بیا چېس او راسل درې درې وېکټې اخیستې دي.
وېسټ انډیز تر دې وړاندې د دغه پړاو لومړۍ لوبه انګلنډ ته بایللې وه.
له بل پلوه د دغه سیالیو په دویم پړاو کې سبا افغانستان او اسټرالیا په خپلو دویمو لوبو کې د یو بل پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه سبا (د چنګاښ په ۳مه نېټه) د افغانستان په وخت د سهار په پنځو بجو په ارنوس والي لوبغالي کې ترسره کېږي.
اسټرالیا لوبډلې تېره ورځ د دغه پړاو په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
هند هم افغان لوبډلې ته د دغه پړاو په دویمه لوبه کې د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د دغه جام دویم پړاو سیالۍ د امریکا او سوېلي افرېقا په لوبې پیل شوې، چې سوېلي افریقا دغه لوبه د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.
په دغه پړاو کې د افغانستان، وېسټ انډیز، هندوستان، امریکا، بنګله دېش، اسټرالیا، انګلند او د سوېلي افریقا لوبډلې شاملې دي.
د افغانستان په ګروپ کې تر دې مهاله اسټرالیا لومړی، هند دویم، افغانستان درېیم او بنګله دېش په څلورم ځای کې دی.
له دغه پړاوه به یوازې څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.