بلوڅ بېلتون پالو د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې لس کسه سېلانیان تښتولي دي
د بلوڅ بېلتون پآلو وسلهوالې ډلې د پاکستان په سوېل لوېديځ کې لس تنه سېلانيان چې د پنجاب اوسېدونکي وو، د چهار شنبې په ورځ تښتولي دي.
ځایي چارواکي اجمل خان ومنله، چې پېښه د چهارشنبې په شپه د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې څخه په ۳۵ کیلو مترۍ کې د شعبان په نوم په یوه مشهور مېله ځای کې شوې ده.
نوموړي ویلي، تښتول شوي کسان نامالومه ځای ته وړل شوي دي.
نوموړی وایي، بلوڅ بېلتون پالو د دغې پېښې پړه منلې ده.
د هغه په وینا، پولیسو په دې تړاو لس مشکوک کسان نیولي دي.
تر دې وړاندې د بلوچستان په صوبه کې دغې ډلې څو ځلې پنجابي کاریګر برمته کړي او یو شمېر یې وژلي هم دي.