د حج په مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو له ډلې ۵۸ یې د پاکستان اوسېدونکي دي
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د حج په مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو له ډلې ۵۸ یې پاکستاني وګړي دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د حاجيانو په مړينه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي د پاکستان سفارت چارواکو ته لارښوونه کړې، چې حاجيانو ته دې هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.
د حج مراسمو پر مهال د تودوخې درجه ۵۱.۸ درجې سانتي ګراد ته رسېدلې وه.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د ګرمۍ له امله مړه شوي ۶۰۰ حاجیان د مصر اوسېدونکي دي.
د فرانسې خبري اژانس په راپور کې راغلي، نور مړه شوي حاجیان د اردن، اندونیزیا، ایران، سینیګال، تونس او عراق اوسېدونکي دي.
د فرانسې خبري اژانس په خبره، تر دې دمه ۲۰ اردني حاجیان لادرکه دي چې په اړه یې پلټنه روانه ده.
د دغه اژانس د خبر له مخې، سږ کال ۱.۸ مېلیونه کسانو د حج فریضه ادا کړې ده.
که څه هم سعودي عربستان د دغو مړو شویو کسانو شمېرې نه دي خپرې کړې؛ خو ویلي یې دي، چې ۲۷۰۰ حاجیان ګرمۍ وهلي دي.