د بښنې نړۍوال سازمان له هېوادونو او سازمانونو غواړي چې د افغان کډوالو غږ واوري

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱

د بښنې نړۍوال سازمان له هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو غواړي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو غږ واوري.
د سویلي اسیا لپاره دغه سازمان څانګې په خپل اېکس کې لیکلي، چې افغان مېرمنې په افغانستان او پاکستان کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

نن چې د جون ۲۰مه نېټه ده، د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو، د رسنیزو فعالانو د پخوانیو دولتي چارواکو په ګډون نېږدې ۸۰۰ زره پناه غوښتونکي پاکستان ته کډوال شوي دي.
د پاکستان تېر موقت حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د غیر قانوني کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه او له دغه هېواد یې زرګونه کډوال په جبري توګه و اېستل.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د پاکستان د دولت دې پرېکړې افغان مېرمنې او نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي، ځکه په افغانستان کې ښځې د طالبانو له لوري د کاربندیز، د زده کړو د منع کېدو او د ټولو ازادیو له محدودیتونو سره مخ دي.
افغان کډوال له درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې نورو هېوادونو د وتلو په تمه دي.
په پاکستان کې د شته کډوالو دقیق شمېر روښانه نه دی، خو پاکستاني چارواکي وایي، چې په دې هېواد کې کابو درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو