د خوړو نړۍوال پروګرام: له پاکستانه تازه ستنو شویو کډوالو ته نوي مهارتونه ورزده‌ کوو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر افغانان له پاکستانه جبري ستنېدو ته اړ اېستل شوي چې ډېری یې په تشو لاسونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه پروکرام نن پنجشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، دغو راستنو شویو کډوالو د ژوند تېرولو لپاره ډېرې کمې اسانتیاوې او فرصتونه لرل.
دغه پروګرام د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې سلګونه دغو تازه ستنو شویو کډوالو لپاره د نویو مهارتونو د زده کړې شپږ میاشتنۍ روزنه ورکوي.
دغه پروګرام زیاته کړې ده، چې په دغو روزنو کې یوشمېر کډوالو ته د ګرځنده تلیفونونو جوړول زده کوي؛ چې په راتلونکې کې دوی ته د عاید په لاس ته راوړلو کې مرسته وکړي او خپلو کورنیو ته پرې خوراکي توکي برابر کړي.
له پاکستانه ګڼ راستانه شوي کډوال لاهم د ننګرهار ولایت د کډوالو په پنډغالو کې په خېمو کې شپې سبا کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام تېره ورځ ویلي و، چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي ځیني کډوال د تېرو میاشتو له سېلاب او ورښتونو له امله بیا له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو