یوشمېر افغان ډیپلوماټان: د پراخ بنسټه حکومت د نشتوالي له امله مهاجرتونه زیات شوي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱

د افغانستان سیاسي او ډیپلوماټیکو څانګو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر شته ستونزو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، دغه ستونزې د یو پراخ بنسټه حکومت له رامنځته کېدو پرته نه شي هوارېدلای.

دغو ډیپلوماټیکو استازولیو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳۱ مه) په یوه ګډه خبري اعلامیه کې ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کڼ خلک د ځان د خوندیتوب په موخه نورو هېوادونو ته کډه شوي او لا هم په ډېرو هېوادونو کې د هغوی د منل کېدو ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.
په دغې ګډې وینا پاڼه کې له کوربه هېوادونو غوښتنه شوې، چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام سره دې د کډوالو بشري حقونه رعایت کړي او د هغوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه دې ومني.
دغه راز دغې ټولنې له هغو هېوادونو څخه چې د افغان کډوالو د ستنولو تکل لري غوښتنه کړې، چې د دغو کډوالو جبري ستنول دې ودروي؛ ځکه د دوی په وینا نن سبا په افغانستان کې د ګڼو افغانانو ژوند له ګواښونو سره مل دی.
دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان لسګونه زره افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو اېستي، چې دا مهال په خپل هېواد کې له لوږې، وزګارتیا او د کورونو او مېنو د نشتوالي سره مخامخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له دغو دوو ګاونډیو هېوادونو څخه اېستل شوي یو شمېر افغانان د تېرو میاشتو له سېلابونو او ورښتونو له امله یو ځلې بیا له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو