پاکستان تحریک انصاف: د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده
په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند سکرتر جنرال عمر ايوب ویلي، چې د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده.
نوموړي د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، په هغه هېواد کې چې قانون حاکم نه وي، پانګوال پانګونه نه کوي.
د بودیجې په اړه عمر ایوب وویل، چې د پاکستان د نوي کال بودیجه یو ناقانونه سند دی، چې ملي شورا ته وړاندې شو.
هغه زیاته کړه، چې کله بودیجه وړاندې کیږي نو د مالیې بیل په شمول ټول اسناد دلته وړاندې کیږي.
د اپوزیسیون مشر پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو کمه پانګونه د اوسني حکومت په دورهې کې شوې ده.
عمر ایوب وویل، چې حکومت په هره احصایه کې درغلي کوي، په هېواد کې بې روزګاري او انفلاسیون خورا زیات شوی او عاید کم شوی دی.
ښاغلي ایوب شهباز شریف ته په اشارې سره وویل، چې د فساد په قضیو کې ښکېل کسان به څنګه فساد ختم کړي؟
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت ملي شورا ته د نوي کال بودیجه د تایید یا رد لپاره وړاندې کړې ده.