د طالبانو له واکمنېدو سره له یو نیم میلیون ډېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱

د ملګرو ملتونو پراختیايی پروګرام وایي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې ۱،۶ میلیونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دغې ادارې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د راپور په خپرولو سره ویلي، چې له دې کډوالو ډېری بې قانونه د افغانستان شاوخوا هېوادونو ته له پولو ور تېر شوي.

نن د جون ۲۰مه نېټه ده، د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کډوالېدونکو افغانانو ډېره برخه ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوه
خو دغو هېوادونو بیا له تېر یوه کال راهیسې ډېر شمېر افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، په جبري توګه له خپلو هېوادونو اېستلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام هم نن ویلي، چې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر افغانان یوازې له پاکستانه جبري ستنېدو ته اړ اېستل شوي چې ډېری یې په تشو لاسونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
ملګري ملتونه سږکال د کډوالو نړیواله ورځ د کډوالو د پیوستون او د هغوی د ښه راغلاست د ورځې په توګه لمانځي.
دغې ادارې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړیواله کچه د جبري بې‌ځایه شویو خلکو شمېر په بې‌ساري ډول ۱۲۰ مېلیونو ته لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ارزونې له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په دومره لوړ شمېر کسان د جګړو، تاوتریخوالي، ځورونې، د بشري حقونو سرغړونو او یا هم د عامه نظم د ګډوډولو په پایله کې جبري بې‌ځایه کېدو ته اړ شوي چې په دې توګه یې یو نوی او تاریخي ریکارډ جوړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه ارزونه په ۵۳ هېوادونو کې تر سره شوې؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې چې په نړۍ کې د کوم هېواد ډېر وګړي په جبري توګه له خپل هېواده کډوالۍ ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو