له پاکستانه ستانه شوي کډوال: موږ اختر په خورا بې وزلۍ او له سرپناه پرته تېروو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

له پاکستانه ستانه شوي افغان کډوال وایي، دا د دوی دویم اختر دی چې په خورا بې‌وزلۍ کې تېرېږي.
له پاکستانه ستانه شوي ګڼ کډوال لا هم په ننګرهار ولایت کې د کډوالو په پنډغالي کې په خېمو کې شپې سبا کوي.

دغه کډوال د طالبانو له حکومته د خپلو کورنیو لپاره د سرپناو غوښتنه کوي.

د اجمل په نوم یو ستون شوی کډوال وایي:« له تېر نومبر راهیسې دلته په پنډغالي کې اوسېږو، موږ خپلې کورنۍ ته سرپناه غواړو. طالبان دې ټولو کډوالو ته سرپناوې برابرې کړي.»
هغه وایي، چې د خوراکي توکو د پېر توان هم نه لري او د اختر ورځې په خورا بې‌وزلۍ کې پرې تېرېږي « د خوراکي توکو د پېرلو توان نلرو، ماشومان مې له ما جامې غواړي او ما سره یې د پېرلو پیسې نشته.»

هغه وایي، په پاکستان کې یې په یو نیم کار کولو یو څه عاید ترلاسه کول؛ خو اوس له څو میاشتو راهیسې وزګاره دی.
د پاکستان حکومت له‌خوا دغو افغانانو ته له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته په تېر نومبر کې په سلګونه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شول، چې ګڼ شمېر یې لاهم په پنډغالو کې اوسېږي.
له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د کډوالو د ورتګ لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
ډېری دغه کډوال له افغانستانه د اقتصادي، اقلیمي بدلون او بشري ناورینونو له امله په ګاونډیو هېوادونه کې مېشت شوي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تېر کال ویلي و، چې افغانان د نړۍ په کچه د بې‌ځایه شویو کسانو درېیمه لویه برخه جوړوي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې شاوخوا اته مېلیونه افغانانو د نړۍ په ۱۰۳ هېوادونو کې ژوند کاوه.
یوه اونۍ وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا له خپل هېواده «د ناقانونه وګړو» پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې نور دوی نه شي کولای دغسې خلک په خپل هېواد کې وزغمي.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز هم په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ مشکوک بانکي حسابونه هم څېړل شوي دي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.
پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي هم راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۱۱مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۰۷،۱۶۶ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو