جرمني رسنیو د یوې پنځلس کلنې افغانې نجلۍ د جسد د موندلو خبر ورکړی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ورمز په ښار کې د راین سیند پر غاړه د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

پولیسو د دغې نجلۍ پلار د هغې د وژنې په تور نیولی دی.

د دغه ښار قاضي وویل؛ شونې ده چې دغه پلار خپله لور د هغې د ژوندانه د سبک له امله وژلې وي.

یو جرمني ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دغه ځوانه افغانه نجلۍ غالباً د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د راین د سیند پر غاړه وژل شوې ده.

د قرباني مور د دوشنبې په سهار پولیسو ته خبر ورکړ، چې ښايي پلار یې هغه وژلې وي.

د جرمني رسنیو ویلي، پولیسو د دوشنبې په ماښام د دغې افغانې نجلۍ مړی د راین سیند پر غاړه موندلی دی.

د جرمني بیلډ ورځپاڼې د دغه ښار د یوه قاضي له خولې ویلي، چې د دغې افغانې نجلۍ مور لومړی خپل مېړه د خپلې لور په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ؛ خو پولیسو هغه په ​​قتل کې د لاس لرلو په تور ونیوله.

د ماینز د ولسوالۍ په محکمه کې یو قاضي وویل: "دا شک کیږي چې مور او پلار خپله لور ځکه وژلې ده، چې دوی د خپلې لور له ژوند سره موافق نه وو."

تر دې مخکې د دغې نجلۍ پلار د کورني تاوتریخوالي په تور نیول شوی و.

نور خبرونه

رادیو