طالبانو خبرداری ورکړی که د دوحې د ناستې جوړښت او اجنډا بدله شي، ښايي ګډون ونه کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې د دوحې په غونډه کې د ګډون پرېکړه یې د ملګرو ملتونو له خوا له دغې ډلې سره د جوړجاړي او اجنډا پر بنسټ کړې ده.

خو عبدالقهار بلخي وايي، د دوحې د ناستې په جوړښت او اجنډا کې هر ډول بدلون به د دغې ډلې پر پرېکړې اغېز وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګولي په ۲۷مه تایید کړې وه چې د دې ډلې استازي به په دوحه کې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

مجاهد وايي، دغه پرېکړه د دغې ډلې چارواکو د دوحې د درېيمې ناستې د اجنډا له څېړلو وروسته کړې ده.

په دوحه کې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د افغانستان په چارو کې د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د سرطان میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه جوړېږي.

تر دې مخکې طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره شرطونه ایښي وو.

د طالبانو د خوښې اجنډا ټاکل، دغې ډلې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارل او د مدني ټولنې د غړو نه بلنه د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو له شرطونو څخه وو.

طالبانو هم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو ډډه وکړي.

د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو له چمتووالي څخه څرګندېږي چې ملګري ملتونه په دې وتوانېدل چې په تېرو اوونیو کې په خبرو اترو کې دغه ډله راضي کړي.

معلومه نه ده، چې د دوحې په غونډه کې به د ښځو، مدني ټولنې او د طالبانو د مخالفو حرکتونو استازي ګډون وکړي او کنه.

نور خبرونه

رادیو