حکمتيار: ځينو له دين څخه داسې مذهب جوړ کړی چې د اختلافاتو او تکفير وسيله ګرځېدلې

د اسلامي حزب مشر د لوی اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ليکي، چې ځينو له «دين څخه داسې مسلک او مذهب جوړکړی، چې د اختلافاتو او تکفيرولو لامل او په جوماتونو کې انتحاري بریدونه جنت ته د تلو وسيله ګڼې.» ګلبدين حکمتيار امریکا د افغانستان ترڅنګ د نړۍ د ټولو جنګونو مسووله بللې ده.

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار نن یکشنبه د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کي ويلي، چې په افغانستان کې باید «کرغېړن سياسي، فکري، قومي، ژبني او مذهبي اختلافات ختم او یو د بل د حذفولو ناکامې مخکنۍ تجريبې تکرار نه شي.»

حکمتيار ليکلي: «دين د يووالي، رحمت او الفت وسيله ده؛ خو متاسفانه ځيني له دين داسې مسلك او مذهب جوړوي، چې د اختلاف، نفرت او يو د بل تكفيرولو وسيله شي او كار یې هغه ځاى ته ورسېږي چي په جوماتونو كي د لمانځه په مهال چاودنې او انتحاري عمليات جنت ته د رسېدو وسيله گڼي.»

که څه هم نوموړي د کوم کس او ډلې نوم نه دی یاد کړی؛ خو په دې وروستيو کې طالبانو د حکمتيار پر سياسي ليدونو، د حزب او رسنيو د نه فعاليت تر څنګ بېلابيل بندیزونه ولګول.

ګلبدين حکمتيار وايي، چې په «اسلامي نظام» کې د حکومت او چارواکو دنده د احکامو پلي کول دي نه د قوانينو وضع کول.

نوموړی په دې اړه زياتوي: «الهي صريح احكامو كې نه د تغيير او تعديل حق او اجازه چا ته وركړل شوې او نه د تزييد او تنقيص»

حکمتيار ليکي، چې «امريکا د افغانانو پوروړې او د ۲۱مي پېړۍ د ټولو جنګونو مسووله» ده.

د نوموړي په خبره، چې امریکا په افغانستان کې تېر شل کاله په ورانولو تېره کړل او اوس هم «کرايي جنګيالي استخداموي او د وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي».

هغه په دې اختريز پيغام کې وايي، چې «امريکا تر يو نیم لک زيات افغانان د بيا جنګولو لپاره له ځان سره بېولي، دفترونه يې ورته نيولي، مختلفي جنګې ډلې يې تنظیم کړي او د عملياتو راپورنه یې په امريکایي او غربي رسنيو کې خپروي».

د حکمتيار په خبره، چې په افغانستان کې د «امريکا مجدد نظامي حضور» د منلو نه دی او په افغانستان کې «ټولو اسلامپالو ډلو او اشخاصو» ته په کار ده، چې دې لوی ګواښ ته عادي ونه ګوري.

هغه په مسلمانو هېوادونو کې د جنګونو او زياتې مرګ ژوبلې د پېښېدو لامل د مسلمانانو وېشل کېدل ياد کړه.

وروسته له هغه، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړل، په ګلبدین حکمتیار پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د سعودي خلاف یې د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې طالبان دې یا د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړي یا دې د دوشنبې ورځ له پاکستان سره اختر وکړي.

شهادت ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي وه؛ خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.