افغان لوبغاړی مهدي شېرجان په سوېډن کې د بدن جوړونې او فېټنس سياليو اتل شو
افغان لوبغاړی مهدي شېرجان د سوېډن د بدن جوړونې او فېټنس ټولنې په سیالیو کې اتل شو. نوموړي د نورو ورزشکارانو په پرتله د ۱۷۸ سانتي متره لوړې ونې په درلودو سره د فزيک په برخه کې لومړی مقام خپل کړ.
هغه دغه مقام د فزيک په تجربه لرونکو کې د ۷۰ کيلو ګرامه په وزن کې ترلاسه کړ.
مهدي شېرجان د ۱۷۸ سانتي متره ځوانانو په برخه او د ۷۰ کیلوګرامه فزيک سیالیو له ګټلو وروسته «اورال» شو او د سياليو د اتلولي جام يې په خپل نوم کړ.