د هامبورګ پولیسو یو سړی چې تبر یې په لاس کې و په ډزو ټپي کړ
د جرمني رسنیو راپور ورکړ، چې د هامبورګ پولیسو د شنبې په ورځ «د غبرګولي ۲۶ مه» د هالنډ د یورو د مینه والو یوې غونډې ته څېرمه "یو بریدګر چې تبر یې په لاس کې و" په ډزو ټپي کړ. د راپورونو له مخې د هالنډ د پلویانو غونډې ته څېرمه د څلورو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
ټاکل شوې، چې هالنډ به د سې شنبې په ورځ په هامبورګ کې له پولنډ سره د یورو په سیالیو کې مخامخ شي.
جرمني ورځپاڼې بیلډ راپور ورکړی، چې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ هالنډي مینه والو په یوه سوله ییز لاریون کې برخه اخیستې وه، چې یوه کس د تبر په واسطه پر پولیسو او خلکو برید وکړ.
د راپور له مخې، پولیس د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته سیمه کلابنده کړه.
بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پولیسو د بریدګر د نیولو لپاره د سپرې د کارولو هڅه هم وکړه "مخکې له دې چې یو افسر په ناڅاپي ډول ډزې وکړي".
د دغه راپور له مخې، وروسته د پولیسو افسرانو د یاد بریدګر په لاس ډزې وکړې او هغه په ځمکه ولوېد.
تر اوسه د دغه بریدګر د هویت په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.