د هواپوهنې اداره: ۸ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e1f3503bf6a771dd154c6357480002df786e63be-1360x1163.jpg?rect=0,200,1360,765&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن په اتو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
د دغې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل، او میدان وردګ ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۲۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، په لوېدیځو ولایتونو کې د خاورو دوړو د الوتو اټکل شته چې د چټکوالي کچه یې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې (له ۵۰ څخه تر ۸۰) کیلو مټرو اټکل شوې ده.