د برېتانیا سفارت: لوستې او ځواکمنې ښځې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره ارزښتناکې دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت ویلي، چې افغان نجونې په تېرو زرو ورځو کې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

دغه سفارت ویلي، چې لوستې او ځواکمنې ښځې په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره ارزښتناکې دي.

د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه په پورته زده‌کوونکو له زرو ورځو راهیسې د طالبانو له‌خوا بندیز لګېدلی او دوی نه شي کولای ښوونځیو ته لاړې شي.
له دې سره دغه سفارت تېره ورځ (د غبرګولي په ۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې ښځو او نجونو د زده‌کړې ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې دي.
یونیسېف هم تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د ښوونځي څخه بهر ۱۰۰۰ ورځې د ۳ مېلیارد ښوونیزو ساعتونو د لاسه ورکولو سره برابرې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د ۱.۵ مېلیونه نجونو لپاره دا سیسټماټیک محرومیت نه یوازې د دوی د زده‌کړې له حق څخه ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د فرصتونو کمېدو او د رواني روغتیا د خرابېدو لامل هم کېږي.

نور خبرونه

رادیو