د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري: لا هم په نړۍواله کچه افغانان تر ټولو زیات کډوال دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې افغانان په دوامداره توګه په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.
د دغه راپور له مخې، اکثریت دغه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د پناه غوښتنه کوي.

راپور کې راغلي، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په ټوله نړۍ کې د جبري بې ځایه کېدو تاریخي کچه لوړه وه.
راپور کاږي تېر کال کې له ۶.۴ مېلیونو ډېر افغانان په ۱۰۸ هېوادونو کې مېشت شوي، چې د تېر کال پرتله ۷۴۱۴۰۰ یا ۱۳ سلنه ډېروالی ښيي.
راپور زیاتوي، چې په ایران او پاکستان کې اکثره کډوال افغانان دي.
د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۰.۸ مېلیونه افغانان بې ځایه شوي، چې ډېری یې په کور دننه یا په ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي.
راپور کې ویل شوی، په ۲۰۲۳کال کې د افغان کډوالو شمېر ۷۴۱ زره او ۴۰۰ ته لوړ شوی، چې ټولټال ۶.۴ مېلیونه کېږي.
پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي هم وړاندې راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۱۱مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۰۷،۱۶۶ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
له بل پلوه وړمه ورځ پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ مشکوک بانکي حسابونه هم څېړل شوي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.
تر دې وړاندې طالبانو بیا ویلي و، چې تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو