په لوګر کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ د «اېم اېم اې» سیالۍ ترسره شوې
په لوګر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر اېکس پاڼه راغلي، چې د افغانستان د اتو ولایتونو او د پاکستان د لوبغاړو ترمنځ د « اېم اېم اې» سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د لوګر دولتي جمنازیوم کې ترسره شوې دي.
د بدنې روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعيمزي باختر اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر په کوربهتوب د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د پل علم ښاروالۍ په مالي لګښت د پاکستان هېواد د لوبغاړو تر ځنګ د افغانستان د اتو ولایتونو کابل، کونړ ،خوست ،پکتيا، پکتيکا غزني او وردګ د ٦٤ تنه ورزشکارانو ترمنځ د «اېم اېم اې» يو ورځنۍ سیالي ترسره شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په یادو سیالیو کې د لوګر دوه تنه لوبغاړو صديق لوګري او سيد ساجد لوګري وشوای کړای چې خپل دوه تنه پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړي.