مولانا فضل الرحمان: په اډياله زندان کې له بندایانو سره اړیکې نه لرم
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان تحریک انصاف له مشر عمران خان سره هر ډول اړیکې رد کړې او ویلي یې دي چې «د اډیاله زندان له بندیانو سره یې هیڅ اړیکې نشته.» په وروستیو کې د هغه په اړه داسې اوازې خپرې شوې چې له عمران خان سره یې پټې اړېکې نیولې دي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وويل کله چې د پي ټي ای له ګوند سره په خبرو کې کوم پرمختګ وشي نو هغه به یې په ډاګه کړي.
هغه زیاته کړه، «موږ د ۲۰۱۸ کال او د ۲۰۲۴ کال ټاکنو پایلې هم ردوو. او غوښتنه کوو چې بیا داسې ونه شي، موږ باید ډاډه شو، چې د ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره نوي ټاکنې وشي.»
مولانا فضل الرحمان تر هغه وروسته د پاکستان پر اوسني حکومت او پوځ نیوکې پیل کړې چې هغه د ۲۰۲۴ کال د پاکستان په ټاکنو کې ناکام شو او په حکومت کې ونډه ورنه کړل شوه.
هغه وویل، «موږ په اصولو ولاړ یو، تسلیم شوي نه یو، هغه څوک چې داسې فساد کوي باید د ولس په وړاندې تسلیم شي.»
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر تېره میاشت په خپل پلرني ټاټوپي ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان تحریک انصاف عمران ګوند له ځینو مشرانو سره خبرې کړې او ویلي یې و چې د پاکستان اوسني حکومت په وړاندې به په ګډه دریږي او سیاسي مخالفت به یې کوي.
خو د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمان داسې او نورو څرګندونو ته تر اوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی.