طالبان: په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک مثبت پیل دی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5f82a7bfa3dccdde9648a0eb5c496e6964dc2834-999x623.jpg?rect=0,31,999,562&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک مثبت پیل دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه لیک تصویب د غزې د خلکو د نسل وژنې د پایته رسولو لپاره لومړنی ګام دی.
ضیا احمد تکل زیاته کړې، چې په غزه کې د دایمي اوربند او عادي ژوند ته د غزې د اوسېدونکو د راګرځېدو لپاره رښتینو خبرو ته اړتیا ده.
د نوموړي په وینا؛ طالبان د اسراییل جنایتونه غندي او د فلسطیني وګړو لپاره د یوه خپلواک هېواد په لرلو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ځلونو پر اسلامي او نورو هېوادونو غږ کړی، چې په غزه د اسراییل د برېدونو مخه ونیسي.
امریکا تېره اونۍ د غزې د اوربند لپاره د پرېکړه لیک نوې مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه.
دا مسوده د هغه وړاندیز ملاتړ کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې کړ.
مسوده پر حماس غږ کوي، چې دا تړون ومني او "بې له ځنډ او پرته له کوم شرطه دې په بشپړ ډول پلې کړي."
د راپورونو له مخې، حماس تېره ورځ ویلي چې له اسراییل سره د جګړې ختمولو لپاره غزه کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ اوربند مني او پر جزییاتو یې د خبرو لپاره تیار دي، خو اسراییل بیا په وار وار سره ویلي، چې تر هغه به جګړو ته دوام ورکړي، چې حماس ډله یې په بشپړه توګه له منځه نه وې وړي.
پر غزې د اسراییل د جګړو له پیل راهیسې د زرګونو ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۶ زره فلسطینیان وژل شوي دي.