د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د کوېټ پر وړاندې ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندلو لپاره تېره شپه د کوېټ لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه.
دغه لوبه برایي شپه د کوېټ په کوربهتوب د کابل په وخت د شپې په ۸:۱۵ بجو پیل شوه.
يه دې لوبه کې د کوېټ لوبډله وتوانېده، چې د یو ګول په وهلو سره دغه لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوي.
د دغې لوبې په ګټلو سره کوېټ لوبډله د ۷ امتیازونو په لرلو له قطر وروسته په نوملړ کې دویم ځای لري او افغان لوبډله څلورم یا وروستی ځای ځایکی لري.
په دغو سیالیو کې تېره اونۍ افغان لوبډلې د اسيا د اتلې لوبډلې قطر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.
افغان لوبډلې په دې سياليو کې تر دا مهاله شپږ لوبې کړې دي، يوه یې ګټلې، دوه یې مساوي کړې او درې لوبې یې بایللې دي.
د لوبو په دغه نوملړ کې قطر، هند، افغانستان او کوېټ لوبډلې برخه لري.