سیمهییزې سرچېنې وایي، چې په خوست کې د تحریک طالبان پاکستان دوه تنه وسلهوال وژل شوي دي
په خوست کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې دغه دوه تنه وسلهوال د چهارشنبې په سهار د (غبرګولي په ۲۳مه) د خوست ښار ته څېرمه د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا وېشتل شوي دي.
ځایي سرچېنو د ټيټيپي دغه دوه وسلهوال د عبدالله منظرخېل او بلال مداخېل په نومونو یاد کړي او دا یې هم ویلي، چې دغو دواړو کسانو له څو کالو راهیسې په دغه ولایت کې ژوند کاوه.
که څه هم چې طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي او وسلهوال هم له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو تر دې وړاندې هم په خوست او نورو ختیځو ولایتونو کې د ټيټيپي د قوماندانانو د وژل کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
بله خوا ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ومنله، چې د څو ورځو راپه دې خوا یو ځلې بیا د افغانستان په سوېل ختیځو ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې ډېرې شوې او د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینې یې هم د دغو بې پیلوټه الوتکو د ګزمو په اړه انځورونه خپروي او داسې ښیي، چې دوی د تحریک طالبان پاکستان د وسلهوالو په لټه کې دي.