شل اوریز نړۍوال جام؛ پاکستان کاناډا او اسټرالیا نامیبیا ته ماتې ورکړه
د کرېکټ په سږنې شل اوریز نړۍوال جام کې پاکستان خپلې لومړنۍ دوه لوبې هند او امریکا ته وبایللې؛ خو اته غوره لوبډلو ته د ورتګ چانس یې لا هم ژوندی دی.
تېره ورځ د ۲۰۲۴ کال کرېکټ شل اوریز جام په دوام یوازې یوه لوبه د پاکستان او کاناډا د کرېکټ لوبډلو تر منځ د امریکا د نانسي کنټري په نړۍوال لوبغالي کې تر سره شوه.
د لوبې پچه پاکستان لوبډلې وګټله او کاناډا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د کاناډا لوبډلې د اوو وېکټو په زیان په شل اورونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې په شل اورونو کې د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ.
د کاناډا په ګټه ارون جانسون ۵۲، کلیم سانا ۱۳ ناسوځېدلې او سعد بېن ظفر ۱۰ منډې جوړې کړې.
بل خوا د پاکستان له لوري محمد امیر او حارث رووف دوه، دوه او شاهین شاه افریدي یوه وېکټه واخیسته.
د پاکستان لوبډلې د کاناډا له لوري ورکړل شوی د ۱۰۷ منډو هدف د لوبې په ۱۴ اوور کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ او لوبه یې د اوو وېکټو په توپير له کاناډا څخه وګټله.
د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې محمد رضوان ۵۳ ناسوځېدلې، بابر اعظم ۳۳ او سیم ایوب ۶ منډې جوړې کړې.
همدارنګه د نړۍوال جام په دوام نن درې لوبې پلان شوې وې.
د دغه جام ۲۳مه لوبه د سریلانکا او نیپال تر منځ د باران له امله بې پایلې اعلان شوه.
او ۲۴مه لوبه اسټرالیا بیا د نهو وېکټو په توپیر له نامیبیا څخه وګټله.
د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او نامیبیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د نامیبیا لوبډلې په ۱۷ اوور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۷۲ منډې جوړې کړې.
د نامیبیا له لوري اسټرالیا ته ورکړل شوی هدف د اسټرالیا لوبډلې له لوري د لوبې په شپږم اوور کې د یوې وېکټې په زیان سره پوره او لوبه یې د ۹ وېکټو په توپیر وګتله.
د نن ورځې درېیمه لوبه د هند او امریکا لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي.