د ملګرو ملتو د ګډوالو کمېشنرۍ په تېرو ۶ کلونو کې له ۱،۲ میلیونه افغانانو سره مرستې کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲

د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په افغانستان کې یې د تېرو شپږو کلونو په ترڅ کې له ۱،۲ میلیونه کسانو سره مرستې کړي دي.
دغې ادارې د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاد شمېر کسانو سره یې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ زیاتوي، چې په دغو مرستو کې راستنېدونکي، ناورین ځپلي او نور زیانمنونکي افغانان شامل دي.
دغه اداره وایي، چې د اروپایي ټولنې په ګډې همکارۍ سره یې له راستنېدونکو کډوالو سره د کاري فرصتونو په برابرولو او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې افغانستان نن سبا له هر اړخه زیانمن شوی او خلک یې د وزګارتیا او لوږې سره مخامخ شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې په افغانستان کې دا مهال میلیونونه وګړي له خطر سره مخامخ دي.
وروستیو خونړیو زلزلو، سېلابونو او له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغانانو جبري اېستل د دې لامل شوي، چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د مرستو اړمن زیات شي.

نور خبرونه

رادیو