شل اوریز نړۍوال جام؛ سویلي افریقا بنګله دېش ته د څلورو منډو په توپير ماتې ورکړه
تېره ورځ د کرېکټ په نړۍوال شل اوریز جام کې سویلي افریقا بنګله دېش ته په څلورو منډو ماتې ورکړه. نن پاکستان د کاناډا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د ۲۰۲۴ کال د نارینهو د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام په دوام تېره ورځ سویلي افریقا د بنګله دېش پر وړاندې سیالي تر سره کړه.
یاده سیالي د امریکا په نانسي کانټي نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او بنګله دېش ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
سویلي افریقا په شل اورونو کې د شپږ وېکټو په زیان سره ۱۱۳ منډې جوړې کړې.
په دغې لوبه کې د افریقا لپاره هاینریک کلاسن ۴۶، ډېوېډ مېلر ۲۹ او کېټن ډیکاک ۱۸ منډې وکړې.
بلخوا د بنګله دېش لپاره تنظیم حسن ۳، تسکین احمد ۲ او رشاد حسین یوه وېکټه واخیسته.
د بنګله دېش لوبډلې د لوبې تر ورستي اوره د سویلي افریقا له لوري د ورکړل شوي هدف پوره کېدو هڅه وکړه؛ خو ویې نه شو کولای چې هدف ته ځان ورسوي.
بنګله دېش په شل اورونو کې د اوو وېکیټو په زیان ۱۰۹ منډې جوړې کړې او لوبه سویلي افریقا د څلورو منډو په توپیر وګټله.
سویلي افریقا د ډي ګروپ تر ټوله مخکښه لوبډله ده او تر دې مهاله یې درې پرله پسې لوبې ګټلې دي.
نن سه شنبه په نړۍوال جام کې د کاناډا او پاکستان تر منځ یوازې یوه لوبه ترسره کېږي.