‏ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شپه د کوېټ پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندنې لپاره نن شپه د کوېټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دغه لوبه نن شپه د کوېټ په کوربه‌توب د کابل په وخت د شپې په ۸:۱۵ بجو پیلېږي.

په دغو سیالیو کې څلور ورځې وړاندې افغان لوبډلې د اسيا د اتلې لوبډلې قطر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.
دغه لوبه د سعودي عربستان د «احساء» ښار په کوربه‌توب په شهزاده عبدالله لوبغالي کې صفر پر صفر مساوي اعلان شوه، چې د پنځو امتیازونو په ترلاسه کولو له کوېټ لوبډلې په نوملړ کې رامخکې شوه.
افغان لوبډلې په دې سياليو کې تر دا مهاله پنځه لوبې کړې دي، يوه یې ګټلې، دوه یې مساوي کړې او دوه لوبې یې بایللې دي.
د لوبو په دغه نوملړ کې قطر، هند، افغانستان او کوېټ لوبډلې برخه لري.
قطر لوبډلې لا له وړاندې د دوولسو امتیازونو په لرلو سره بل پړاو ته لاره موندلې ده.