د یمن په سواحلو کې د کډوالو د یوې بیړۍ د چپه کېدو له امله ۳۹ تنه مړه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲

د کډوالو نړیوال سازمان وایي، د یمن په سواحلو کې د یوې ۲۶۰ کسیزه بیړۍ د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۵۰ نور تري تم شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې تر اوسه د دغې پېښې ۷۱ سپرلۍ ژغورل شوې دي.
د کډوالو نړیوال سازمان نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا بېړۍ د دوشنبې په ورځ ډوبه شوې ده.
دغه سازمان زیاته کړې ده، چې د دغې پېښې ژوندیو پاتې یو کسانو ته بېړنۍ مرستې رسوي.
د دې کډوالو د هویت په اړه تر اوسه هیڅ کوم معلومات نشته.

نور خبرونه

رادیو