د جرمني بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي، طالبانو سره دې د شړل کېدونکو کډوالو په اړه خبرې وشي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱

سیګمار ګابریل د جرمني له حکومته وغوښتل چې له طالبانو سره د مجرمو کډوالو د ایستلو لپاره خبرې اترې وکړي.

د جرمني بهرنیو چارو پخواني وزیر د یکشنبې ورځ په بیلډ ورځپاڼه کې په مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو باید «ضمانت واخیستل شي، چې شړل شوي پناه غوښتونکي نه ځوروي او نه یې وژني.»

د جرمني په مانهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له برید وروسته چې یو پولیس یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل، د جرمني لومړي وزیر وویل چې خطرناک جنایت کوونکي او ترهګر په جرمني کې ځای نه لري.

د جرمني بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي: «له طالبانو سره باید خبرې وشي، چې افغانستان ته د مجرمانو ایستل لازمي شي.» دغه پخواني جرمني چارواکي ویلي چې هیوادونه باید د ایستل شویو پناه غوښتونکو د منلو په بدل کې اقتصادي مرستې وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له جرمني سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرو ته چمتووالی ښودلی و. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کډوال باید د سیمې هېوادونو ته ونه ایستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او له کابل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالي ته په پام سره ځینو جرمني سیاستوالو غوښتل چې د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

د جرمني بهرنیو چارو پخواني وزیر وویل: «د یهودو ضد نیونازیانو او د ازادۍ او ډیموکراسۍ ضد اسلامپالو تر منځ یوه ټلواله رامنځته شوې چې باید مقابله ورسره وشي.»

هغه وویل چې د جرمني لومړی وزیر یو ښه چانس لري چې شته ممنوعیت مات کړي او له جرمني څخه د خطرناکو مجرمانو د ایستلو لپاره قانوني لاره برابره کړي.

د بشردوستانه قوانینو او ملحوظاتو له مخې، د جرمني حکومت نه شي کولای رد شوي پناه غوښتونکي او هغه کسان چې په جرمونو تورن وي، وباسي. خو ښي اړخي ګوندونه وايي چې دغه پناه غوښتونکي باید په هر ډول چې وي له هېواده وایستل شي.

اوس مهال له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستل په دې دلیل درول شوي چې په افغانستان کې طالبان واکمن دي،ان هغه کسان چې جرم یې هم کړی وي.

په جرمني کې ځینو سیاسي بهیرونو اندېښنه ښودلې چې له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې به دغې ډلې ته د مشروعیت په معنا وي.

نور خبرونه

رادیو