طالبان:له درې نیم زرو ډیر افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له درې نیمه زره ډیر کډوال راستانه شول چې ۲۶ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په یادو کډوالو کې کورنۍ او یو شمېر یې مجرادان وو.

د طالبانو د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۷۷۴ تنه افغان له ایران څخه په زور او خپله خوښه راستانه شول.

د کډوالو وزارت وايي، له ایران څخه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۲۶ تنه یې بې سرپرسته ماشومان وو چې د کورنیو موندلو په مخه یې په دغه ولایت کې وارچایلډ موسسې ته سپارلي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې له ایران څخه د راستنو شويو کډوالو له جملې۶۴ اړمنو کورنیو سره د یاد وزارت له لوري د مرستو ترڅنګ یو شمېر نورو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، د غبرګولي په ۲۰ نېته ۹۱۱ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.

دغه وزارت وايي، ۱۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۱ تنو ته رسیږي د تورخم او ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.

طالبان وايي د پاکستان له لوري په زور راستانه شوي ټول کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.

افغانستان ته په داسې حال هره ورځ سلګونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په زور ستنیږي چې په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زرګونو افغانانو د اوزګارتیا له امله پر ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته تګ پیل کړی.

نور خبرونه

رادیو