ایران: هغه موټر چلوونکي چې بې اسناده کډوال لېږدوي د انساني قاچاق په تور به ونیول شي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱

د ایران کهګیلویه او بویراحمد یوه سیمه ییز چارواکي خبرداری ورکړی، چې د هغو موټرو چلوونکي چې د استوګنې له اسنادو پرته دوه یا تر دوو زیات کډوال لېږدوي، په انساني قاچاق کې د لاس لرلو په تور به ونیول شي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، تېر کال له کهګیلویه او بویراحمد ولایتونو څخه ۳۶۸ بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.

ایرنا خبری اژانس د غبرګولي په ۲۱ نېټه د کهګیلویه او بویراحمد ولایتونو د امنیت، قانون د تنفیذ او د بهرنیو کډوالو د ادارې د مشر روح الله شاهیني له قوله خبر ورکړ، چې هغه موټرونه چې بې اسناده کډوال لیږدوی تر شپږو میاشتو پورې به بند کړی شی.

دغه ایرانی چارواکی د کډوالو د سازمان د مرکزی دفتر په غونډه کې ټینګار وکړ په کهګیلویه او بویراحمد کې د بهرني کډوالو داخلیدل منع دي او که چېرې له اسنادو پرته کډوال وموندل شي نو له دغه ولایته به وایستل شي.

روح الله شاهیني همدا راز په کهګیلویه او بویراحمد ولایتونو کې د بې اسنادو کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د پیژندلو، راټولولو او شړلو لپاره د همغږۍ د زیاتوالي اعلان هم وکړ.

ښاغلي شاهیني وویل، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۱۴۰۳ کال په دوه نیمو میاشتو کې له اسنادو پرته د کډوالو توقیف ۲۷ سلنه زیات شوی دی.

په ایران کې اکثره بهرني کډوال د افغانستان اتباع دي او په تېرو میاشتو کې له هغوی سره د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم هره ورځ له ایران څخه د سلګونو افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکوي.

نور خبرونه

رادیو