د شاوخوا ۱۰۰۰ ورځو له تېرېدو وروسته، لاهم د افغان زدهکوونکو نجونو برخلیک نهدی روښانه شوی
یوشمېر افغان زدهکوونکې نجونې وايي، چې له ۱۰۰۰ ورځو تېرېدو وروسته لا هم طالب مشرانو د دوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه ده کړې. دغه بندیز څو ورځې وروسته له هغه پر افغان زدهکوونکو نجونو ولګول شو، چې طالبانو یو ځلې بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.
د بشري حقونو د څار بنسټ د نجونو پر زدهکړو د لګول شوي بندیز په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان به تر ډېره ښځینه مسلکي کدرونه و نه لري او دغه ستونزه به تر ډېره د دغه هېواد بنسټیزې چارې نورې هم ویجاړې کړي.
په کابل کې په مستعار نوم عزیزه چې په ۲۰۲۱ کال کې د لسم ټولګي زدهکوونکې وه افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې د ټیلیفون په لیکه وویل، چې که طالبانو دغه بندیز نه و لګولی؛ نو هغه به اوس د کابل یا کوم بل پوهنتون کې زدهکړیاله وای او لوړې زدهکړې به یې کولې.
هغه وړاندې وايي، طالبانو د ټولو نجونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې، دوی په ټوله کې د پرمختګ، علم او پوهې دښمنان دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګول شوي بندیز یو شمېر کورنۍ اړ اېستې، چې د خپلو ماشومانو د هېلو د پوره کېدو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه وکړي؛ خو دغه کډوال په نورو هېوادونو کې هم نهیلي شول او د دوی هیلې پوره نه شوې.
په اسلام اباد کې افغان کډواله مریم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: موږ د دې لپاره هجرت وکړ، چې زه او زما دوه نورې خویندې له تعلیمه بې برخې پاتې نه شو؛ خو دلته هم زموږ لپاره د درس او تعلیم زمینه نه ده برابره، لومړی خو مهاجرو ته اجازه نه شته چې د پاکستان په ښوونځیو کې زدهکړې وکړي او په هغو ښونځیو کې چې ورته اجازه ورکړل کېږي، هلته بیا میاشتیني فیسونه دومره لوړ دي چې زموږ په شان خلک یې د ادا کولو وس نه لري.
په ټوله کې افغان نجونې نهیلي شوې او ډېرې یې په رواني ناروغیو هم اخته شوې دي.
په اسلام اباد کې یوه پخوانۍ افغانه ښوونکې زرلښته وايي، دلته هره افغانه نجلۍ چې زه ورسره مخامخ شوې یم په یو ډول رواني ناروغۍ اخته شوې او د ژورو فکرونو له امله خوشاله ژوند نه لري.
مېرمن زرلښته وايي، دلته مېشت افغانان تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې نړۍوالو بنسټونو ته قناعت ورکړي چې له تعلیمه د پاتې شویو نجونو لپاره د تعلیم زمینه برابره کړي،.
هغه وايي، دلته له افغانستانه ګڼې ښوونکې او نارینه ښوونکي کډه شوي؛ خو تر اوسه د دوی لپاره داسې اسانتیا نه ده برابره شوې چې د نجونو لپاره د ښوونځیو په جوړولو د هغوی مړاوې هیلې راژوندۍ کړي.
که څه هم چې طالب چارواکو تل د نجونو د ښونځیو د تړل کېدو لپاره راز، راز پلمې کړې؛ خو داسې ښکاري چې د دغې ډلې په واکمنۍ کې به دغه تړل شوي ښوونځي نه پرانېستل کېږي، خو د هر کال په تېریدو سره افغانستان د ښځينه کدرونو له فارغېدو بې برخې پاتې کېږي چې د دغې تشې ډکول بیا ډېرو کلونو ته اړتیا لري.