د طالبانو د پوهنې وزیر د نړۍ د پوهنې وزیرانو په دویمه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ورسېد

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست حبیب الله اغا د پوهنې په نړۍوالې څلور ورځینۍ غونډه کې د ګدون په موخه روسیې ته رسېدلی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصوراحمد حمزه په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې وزیر حبیب الله اغا به په دغې غونډه کې چې د روسیې په کازان کې جوړېدونکې ده د نړۍ د پوهنې وزیرانو ته وینا کوي او په افغانستان کې به د ښوونې او روزنې په پرمختګونو او ننګونو هغوی ته مالومات ورکوي.
په تېرو څلورو ورځو کې دا د طالبانو دویم وزیر دی، چې روسیې ته په سفر ورغلی؛ تر ده وړاندې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري هم په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې سن پترزبورګ ته تللی و.
خو د طالبانو د پوهنې وزیر داسې مهال په یوې نړۍوالې غونډه کې برخه اخلي، چې شاوخوا درې کاله کېږی چې د شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو لپاره پر زده‌کړو بندیز لګېدلی دی.
پوښتنه دا ده، چې د طالبانو د پوهنې دغه چارواکی به نړۍوالو ته په دغې ناسته کې د کومو لاسته راوړنو په اړه خبرې کوي؟ ایا دا به هم ورته ووايي، چې لا هم شاوخوا درې مېلیونه نجونې له زده‌کړو راګرځول شوې دي که څنګه؟