ټيټيپي: د چمن پر پرلتوالو برید ښکاره ظلم دی او موږ د پرلتوالو سره څنګ تر څنګ ولاړ یو
د تحریک طالبان پاکستان وسلهوالې ډلې په چمن کې پر پرلتوالو شوی برید غندلی او هغه یې د ښکاره ظلم انتها بللې.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په خپره شوې وینا پاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ویلي، چې پر پرلتوالو د پنجشنبې په ورځ شوی برید دوی ته د زغملو نه دی او د هغه د غچ اخیستلو لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ نه یوازې د خپل حق غوښتونکي وهلي ډبولي؛ بلکې په لسګونه کسان یې د زندانونو د تورو تمبو تر شا هم استولي دي.
دغې ډلې ویلي، حکومت د خپل دغه ناروا ظلم د پټولو په موخه په سیمه کې ټیلیفونونه او انټرنټي خدمتونه ځنډولي او مېشتو خلکو ته یې ستونزې ډېرې کړې دي.
خبرپاڼې د چمن د پرلتوالو غوښتنې روا بللې او د چمن - سپین بولدک پر لاره یې د پاسپورټ او ویزو جبري کول د خلکو له حقه حقونو ښکاره سرغړاوی بللی دی.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې د چمن او بلوچستان پر ځوانانو غږ شوی، چې په چیغو، ژړا او لاریونونو ازادي نه ترلاسه کېږي، د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره د سرونو قربانۍ ته اړتیا ده، د دغې ازادۍ د تر لاسه کولو لپاره باید ځوانان یو موټی شي او د ظالمانو پر وړاندې دې ودرېږي.
د چمن په پرلتوالو د پنجشنبې له شوي برید راوروسته ګڼو سیاسي ډلو او په پاکستان او بهر کې مېشتو سیاستوالو غبرګونونه ښودلي او پر اعتراض کوونکو یې د وسلهوال برید او د حکومت لهخوا یې پر انټرنټي خدمتونو د بندیز لګولو غندنه کړې.