‏ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او قطر ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده

‏د ۲۰۲۶ نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام سیالیو ته د غوراوي سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان او قطر فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

دغه لوبه د سعودي عربستان د «احساء» ښار په کوربه‌توب په شهزاده عبدالله لوبغالي کې صفر پر صفر مساوي اعلان شوه، چې د پنځو امتیازونو په ترلاسه کولو له کویټ لوبډلې په نوملړ کې رامخته شوه.
افغان لوبډلې په دې سياليو کې تر دې مهاله پنځه لوبې کړې، يوه یې ګټلې، دوه یې مساوي کړې او دوه لوبې یې بایللې دي.
د لوبو په دغه نوملړ کې قطر، هند، افغانستان او کويټ لوبډلې برخه لري.
قطر لوبډلې لا له وړاندې د دولسو امتیازونو په لرلو سره بل پړاو ته لار موندلې ده.
‏افغانستان په دغو سیالیو کې خپله بله لوبه د روانې میاشتې په ۱۱مه د کویټ پر وړاندې ترسره کوي.