د چمن پرلتوال: د پاکستان حکومت تېره شپه په کوږک غره کې پر پرلت وهونکو برید کړی
د چمن پرلتوال وايي، تېره شپه ناوخته پاکستاني ځواکونو په کوږک غره کې د پرلتوالو خیمې او وسایل سوځولي او ګڼ شمېر پرلتوال یې بندیان کړي دي.
پرلتوال وايي، لسګونو پاکستاني ځواکونو تېره شپه ناوخته په کوږک غره سیمه کې د چمن پرلتوالو پر هغه خیمو برید کړی، چې دوی د چمن کوټې عمومي لاره پرې بنده کړې وه.
د چمن پرلت د مرکزي کمیټې غړی فدا محمد قبایل وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري پر چمن پرلتوالو برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او د پرلتوالو خیمې او وسایل یې سوځولي هم دي.
نوموړی وایي:« تېره شپه تقریبا دوه نیمې بجې وې، د ملیشو ډک لسګونه موټرونه راغلل او خیمې یې محاصره کړې، خیمو ته او وسایلو ته یې اور واچاوه، زموږ ملګري یې وډبول او زموږ یو شمېر ملګري سخت ټپیان شول.»
پرلتوال له عامو خلکو غوښتنه کوي، چې د اعتراض په ډول دې ښار ته راووځي.
د چمن پرلتوالو د کابو درې اونیو راهیسې د چمن کوټې عمومي لاره په کوږک غره سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
همدارنګه یادو پرلتوالو د خپلو اعتراضونو په لړ کې په چمن ښار کې دولتي بانک، د پاسپورټ اداره او د ګوزڼ ضد واکسین پر دفترونو هم بندیزونه لګولي دي.
پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې، چې لیدل کېږي پاکستاني ځواکونه د چمن پرلت د خورولو لپاره اوښکې بهوونکي ګازو څخه کار اخلي.
په خپرو شویو ویډیو ګانو کې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
پرلتوال وايي، د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک -چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون له خپلو اعتراضونو به تر هغه لاس وانخلي چې پاکستان له خپلې پرېکړې پر شا شوی نه وي.