د مانهایم د برید پایلې؛ ایا جرمني غواړي افغان کډوال وباسي؟
وروسته له هغې چې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس په چاړه وواژه، ځینو ایراني خبري اژانسونوله جرمني څخه د افغان کډوالو د احتمالي اېستلو خبر ورکړی، پرته له دې چې په دغه پلان کې مشخصو کسانو ته اشاره وکړي.
سپاه پاسداران پورې تړلې تسنیم خبري اژانس لیکلي: «جرمني د افغان کډوالو د اېستلو په اړه څېړنه کوي».
د ایران صدا او سیما پورې تړلې د ځوانو خبریالانو کلب پرته له «څېړنې» او «احتمال» څخه یې سرلیک لیکلی، چې «له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو اېستل».
ځینو نورو رسنیو لکه د ایران د کارخبري اژانس، ایلنا د جرمني د کورنیو چارو وزیر په حواله پرته له دې، چې د دغه جرمن چارواکي خبرو ته اشاره وکړي، د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو خبر ورکړی.
دې سرلیکونو او خبرونو له جرمني څخه د افغان کډوالو د ډله ییز اېستلو د احتمال په اړه اندیښنې راپارولي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر تر دې مخکې ویلي وو، هغه کسان چې د جرمني امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي باید ژر تر ژره له دغه هېواد څخه واېستل شي.»
په مانهایم کې د ښي اړخو اسلام ضد لاریون په ترڅ کې د یوه افغان اسلامپال کډوال له وژونکي برید وروسته، اغلې فایزر وویل، چې حکومت د "جنایتکاره او خطرناک" پناه غوښتونکو د ستنولو لپاره د یوې لارې په لټه کې دی.
نوموړې د افغانستان تر څنګ د سوریې یادونه هم کړې وه.
د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، له افغانستان سره د جرمني ډېپلوماټیکې اړیکې پرې شوې او برلین نه شو کولی هغه پناه غوښتونکي چې جرمونه یې کړي او یا هم هغه کسان چې د کډوالۍ دوسیې یې رد شوي افغانستان ته واستوي.
اوس د مانهیم له برید وروسته، یو ځل بیا دا اړتیا راپورته شوې چې د جرمني حکومت باید افغانستان ته خطرناک کسان او رد شوي کډوال بېرته واستوي.
په ورته وخت کې د دغه پلان مخالفین وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغو کسانو ستنېدل له دغې ډلې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو ټینګول او طالبانو ته د جرمني له خوا باج ورکول دي.