د کرېکټ نړۍوال جام؛ نیدرلنډ نیپال ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه
د کرېکټ د شل اوریز نړۍوال جام په دوام تېره ورځ نیدرلنډ نیپال ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د تېرې ورځې دویمه لوبه د انګلنډ او سکاټلنډ تر منځ د باران له امله بې پایلې اعلان شوه.
تېره ورځ د ۲۰۲۴ کال د نارینهو شل اوریز نړۍوال جام په اوومه لوبه کې نیدرلینډ نیپال لوبډلې ته د شپږ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
یاده سیالي تېره ورځ په ګرینډ فراریز لوبغالي کې تر سره شوه.
د لوبې پچه نیدرلینډ لوبې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د نيپال ټوله لوبډله په ۱۹،۲ اورو کې وسوځېده او یواځې ۱۰۶ منډې یې جوړې کړې.
د نيپال په ګته یواځې فاډول ۳۵ منډې جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي په ډېرو کمو منډو وسوځېدل.
د لوبې له پیل وړاندې په لوبغالي کې د ویشتنځای په اړه ویل شوي و، چې د توپ اچونې لپاره جوړ دی او هغه لوبډله چې لومړۍ پر دغه ویشتنځای توپ وهنه کوي نه شي کولی ډېرې منډې جوړې کړي.
د نیدرلینډ لوبډلې د نیپال له لوري ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸،۴ اورونو کې د ۱۰۹ منډو په جوړېدو سره پوره کړ او لوبه یې له نیپال څخه د شپږو وېکټو په توپیر وګټله.
د همدې ورځې دویمه لوبه د انګلنډ او سکاټلنډ تر منځ ترسره کېده؛ خو د باران د دوامداره ورېدو ورښت له امله لوبه بې پایلې اعلان شوه.
په نړۍوال جام کې نن د هندوستان او اېرلنډ تر منځ لوبه تر سره کېږي.