د خیبرپښتونخوا په کورمه کې لسګونو کسانو د امن غوښتنې لاریون وکړ
له خیبرپښتونخوا څخه سرچینې وايي، د کورمې هغو لسګونو کسانو د امن غوښتنې لاریون وکړ چې په خپلو سیمو کې له بد امنۍ کړیږي. ويل کیږي، دغو لاریونوالو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی په سیمو کې دې امن ټينګ کړي.
د خیبرپښتونخوا له کورمې څخه سرچینو نن چهارشنبه د (غبرګولي ۱۶مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي چې لسګونه کسانو نن په کورمه کې د امن غوښتلو لپاره لاریون وکړ او د پاکستان حکومت ته یې وریاده کړه چې د دوی په سیمو کې امن ټینګ کړي.
په هغو تصویرونو کې چې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلي لیدل کیږي چې لسګونه ځوانان او سپین ږیري د امن غوښتنې شعارونه په لاس د لاریون په حال کې دي.
په وروستیو اتو میاشتو کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هدفي وژنې، سړک غاړې ماین چاودنې، ځانمرګي او ډله ییز وسله وال بریدونه زیات شوي او د پاکستاني پوځ او پولیسو تر څنګ ولسي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یو بل خبر له مخې د شمالي وزیرستان په شوال سېمه سلګونو ولسي خلکو له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې پرلت وهلی او تېره ورځ یې لاریون هم کړی، دوی هم د امن غوښتنې ترڅنګ ورته د ژوند د لومړنیو اسانیاوو برابرولو غوښتنې کړې.
په دې وروستېو کې د خیبرپښتونخوا په ځانګړي ډول وزيرستان کې ولسي خلکو د امن د ټینګولو لپاره غونډې او جرګې پيل کړې دي او له حکومته غواړي چې د دوی سیمې دې امن کړي.
یو شمېر سیاسي ګوندونو تېره ورځ د پاکستان پر پوځ تور پورې کړ چې په لوی لاس غواړي په وزیرستان کې وسله والې ډلې ځای پر ځای کړي او دغه سیمې یو ځل بیا د ترهګرۍ په ډګر بدلې کړي.