د زرغون پاکستان سیلګرۍ په نوم د کالام په ځنګلونو کې د پاکولو اشر وشو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1e1377f7bd5e2d1ac1a2ef231335cbb80485b65d-1117x595.jpg?rect=23,0,1040,585&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د زرغون پاکستان سياحت یا سیلګرۍ په نوم داوطلبو کسانو د پښتونخوا د کالام ځنګلونو د پاک ساتلو کمپاین وکړ. د دې کمپاین موخه د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی او د سیلګرانو د جذب لپاره د ښکلو سیمو بیارغول، ساتل او وده ور کول دي.
د کالام په ځنګلونو کې د پاکولو په دې کمپاين کې د پاکستان پوځ، د پښتونخوا د ځنګلونو ادارې مسولينو، ځايي خلګو او زدکوونکو برخه اخيستې وه.
د پاکستان راډيو نن په خپل خبر کې ليکلي، چې د پاکولو د دې اشر پر مهال د زرغون پاکستان سياحت له لخوا د تخت بایي، باجوړ، مهمند، خيبر، اورکزۍ، چترال او ځينو نورو سیمو کې نيالګي هم کېنول شوي دي.
د سوات کالام د ځنګلونو هغه زرغونه او سمسوره سېمه ده، چې ډېر کسان د سېل لپاره ور ځي.
خو ډېر وخت دغه زرغون چاپيریال د مېله والو د بېغورۍ، نه همکارۍ او د کثافاتو د نه ټولو له امله ککړ او بدرنګه وي.
د افغانستان په ډېرو ورته سیمو کې هم سېلانيان پاک چاپيريال ته توجه نه کوي.
مېله وال له سېل وروسته د ځانونو سره د خوراکي توکو کثافات هم هلته پرېږدي، چې د چاپيريال د ککړتيا لامل ګرځي.