د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو د بشام د برید په اړه په څېړنو کې د همکارۍ ډاډ راکړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې پاکستان ته د بشام د ځانمرګي برید په اړه په څېړنو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په اونیزې خبري غونډه کې وویل:« افغان لوري هوکړه کړې، چې له پاکستان سره به په ګډه کار وکړي؛ چې د دوی څېړنې منطقي پایلې ته ورسوي.»
هغې کابل ته د کورنیو چارو د مرستیال وزیر خرم اغا په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې وکړې.
هغې ویلي:« د تېرې ورځې غونډه د (بشام) پر برید متمرکزه وه او د پاکستان حکومت له افغان طالبانو سره کره شواهد شریک کړل. زموږ غوښتنه له افغان لوري دا وه، چې د شریکو شویو شواهدو په رڼا کې د پېښې عاملین ونیسي.»

د اغلې بلوڅ په وینا:« زموږ پلاوی په خبرو بوخت دی، چې نوره د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.»
هغې زیاته کړه، افغان چارواکو پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د هيڅ یوه هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
هغې ویلي، پاکستان باور لري چې ترهګري نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره یو ګواښ دی.
له بل پلوه د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو او د پاکستان پلاوي په پرونۍ لیدنه کې هوکړه کړې چې په پاکستان کې د چینایانو د امنیت لپاره به ګډې هڅې کوي.
دا رنګه پاکستان له طالبانو سره ژمنه کړې، چې پخوانیو قبایلي سیمو کې به د داعش مرکزونه ختموي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزرات مرستیال محمد نبي عمري سره خبرو کې پر چینايي انجینرانو د برید په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو همکاري غوښتې ده.
ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، اسلام اباد هڅه کوي چې د کابل او بیجېنګ تر منځ بې باوري رامنځته کړي.

نوموړي په خېبر پښتونخوا کې پر چینایي وګړو د برید عاملینو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې ته په اشارې سره ویلي، دغه مساله له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري، پاکستان باید خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.