غور ولایت ته د طالبانو استول شوی پلاوی: د جام څلي خوندي ساتلو لپاره به کوټلي ګامونه واخلو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/fd98d662f7269d62a244c06e215daa2fe9f82f33-700x503.jpg?rect=0,55,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپره شوې وینا پاڼه کې ویلي، چې له مرکزه ورغلي پلاوي د جام څلي څخه د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۱۱مه) لیدنه کړې او د هغه د شاوخوا سیمو کې یې د ډنډ شویو اوبو جاج اخیستی دی.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د منار څلي په شاوخوا کې د خټو راټولېدو او څلي لپاره د زیان رسولو ارزونه وشوه او ډېر ژر به کاري ډلې سیمې ته د دغه څلي د لا خونديتوب په موخه واستول شي.
په غور ولایت کې وروستیو سېلابونو د نورو زیانونو تر څنګ د جام څلي ته هم زیان اړولی او شاوخوا یې اوبه راټولې شوې او د دوو مترو په واټن کې یې د اوبو ډنډونه جوړ کړي دي.
د جام څلی د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د جام په دره کې له خښتو څخه جوړ شوی، چې د نړۍ تر ټولو لوړ څلی یادېږي.
دغه څلی د سلطان غیاثالدین غوري په زمانه کې د ۶۵ مترو په لوړوالي جوړ شوی، چې په ۲۰۰۲ کال کې د نړۍ د فرهنګي میراثونو د بنسټ (یونسکو) لهخوا د نړۍوال میراث په توګه ثبت شوی دی.