طالبان وايي ډېر ژر به د جام منار د خوندي کولو کار پیل کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ، چې د جام منار د خوندي کول کار به ډېر ژر پیل کړي.

دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو پلاوي د جام منار د وضعیت ارزونه کړې ده.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې رییس محمد حسیب نسیمي او یوه تخنیکي ډله برخه لري.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، دغه پلاوى د جام منار جام د وضعيت د څېړلو لپاره سيمې ته تللى و.

څو ورځې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته عکسونه لېږلي او ویلي وو، چې د سختو بارانونو له امله د دغه تاریخي منار شاوخوا سېلابونو لاندې کړې ده.

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د جام منار شاوخوا سېمه بايد پاکه شي.

جام منار د دوولسمې پیړۍ په وروستیو کې له خټو جوړ شوی و،چې قراني ایتونه پر لیکل شوي.

دغه منار،چې د غوري تمدن يوه له غوره اثارو څخه بلل کېږي په ٢٠٠٢ کال کې د يونسکو د نړيوال فرهنګي ميراث په نوملړ کې ثبت شوی؛خو په تيرو دوو لسیزو کې یې بيارغورنې ته د نه پاملرنې له امله د ړنګېدو د احتمال خبرداری ورکړل شوی.

نور خبرونه

رادیو