ذبیح الله مجاهد: اسلام اباد هڅه کوي، چې د کابل او بیجېنګ ترمنځ باور لمنځه یوسي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، اسلام اباد هڅه کوي چې د کابل او بیجېنګ تر منځ د باور فضا له منځه یوسي. ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې له طلوعنیوز سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي په خېبر پښتونخوا کې پر چینایي وګړو د وروستي برید په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې ته په اشارې سره ویلي، دغه مساله له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري، پاکستان باید خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د دغه هېواد د کورنیو چارو مرستیال وزیر په مشرۍ یو پلاوي کابل ته په خپل سفر کې د بشام د وروستي برید په اړه خپلې موندنې له طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.
له بل پلوه د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو او د پاکستان پلاوي په دغې لیدنه کې هوکړه کړې چې په پاکستان کې د چینایانو د امنیت لپاره به ګډې هڅې کوي.
په مقابل کې پاکستان له طالبانو سره ژمنه کړې، چې پخوانیو قبایلي سیمو کې به د داعش مرکزونه ختموي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي وړمه ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزرات مرستیال محمد نبي عمري سره خبرو کې پر چینايي انجینرانو د برید په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو همکاري غوښتې ده.
وړمه ورځ هم د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې ترهکر د افغانستان خاورې په کارونې سره په پاکستان کې بې ګناه خلک په نښه کوي.
خبرپاڼې کاږلي و:« د پاکستان دښمنان په پاکستان کې دننه د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ولسي وګړو په نښه کولو لپاره له افغان خاورې کار اخلي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان دغه ډول ادعاوې کوي؛ تر دې وړاندې هم پاکستان ورته ادعاوې کړې وې، چې تل د طالبانو لهخوا ردې شوې دي.