د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یو قومي مشر د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی

ځایي سرچېنې وایي، نن د باجوړ په سالارزو کې قومي مشر ملک نصیر د نامالومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی. دا په روانه اوونۍ کې د هدفي وژنو درېیمه پېښه ده، چې په دغې ولسوالۍ کې کېږي.

ملک نصیر په باجوړ کې یو سوداګر او مخور کس و، چې تر ډېره یې د ولسي شخړو په هوارولو کې ونډه لرله.
ځايي سرچينې وايي، چې ملک نصیر لومړی د وژونکو له‌خوا ربړول شوى او وروسته په ډزو وژل شوى دى.