کرېکټ بورډ: د افغانستان او عمان ترمنځ تمریناتي لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده
د افغانستان او عمان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د نړۍوال جام تمریناتي لوبه د پر له پسې ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده. افغانستان خپله دویمه تمریناتي لوبه سبا د جمعې په ورځ له سکاټلنډ سره ترسره کوي.
د چهار شنبې په ورځ د (غبرګولي ۹مه) د افغانستان او عمان د کرېکت ملي لوبډلو ترمنځ د نړۍوال جام لومړۍ تمریناتي لوبه د ټرېنېډاد او ټوباګو ټاپو په کوونیز پارک کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د یادې لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او د عمان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د عمان لوبډلې په شل اورونو کې د درې لوبغاړو په زیان سره افغان لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
د عمان یو لوبغاړی د عظمت عمرزي، یو لوبغاړی د نوین الحق له لوري وسوځول شول او یو لوبغاړی یې رن اوټ شو.
خو د لوبې دویمه پاڼۍ د دوامداره باران له امله ترسره نه شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د نړۍوال جام له پیل وړاندې دویمه تمریناتي لوبه سبا د جمعې په ورځ له سکاټلنډ سره تر سره کوي.